ای لوی څښتنه!
هغې ته هم، یوه بې مینې مینه ورکړې
یوه زړه وړونکې، سرکښه او خونړۍ مینه
تر څو وپوهېږي چې زموږ شپې څنګه سبا کېږي..
په مینه یې غمجنه کړې
غمجنه کړې
ډېره، خورا ډېره یې د مینې غمجنه کړې…
هو، تر څو وپوهېږي
ناروغه یې کړې
او یوه ناپوهه طبیب ته یې په لاس ورکړې،
په مېرو او دښتو یې سر کړې
بیا یې، تږی کړې
او، د سخت زړي سقاو سره یې مخامخ کړې،
لار یې ورکه کړې…
چې سمه او ښار لار ورنه موندي
او بدلارې لارښود سره یې مخامخ کړې…
دا نړۍ له دې سرکښې سپوږمۍ ړنګه ده
دا هم، د آسانونو په څېر په بېلارو لارو روانه کړې،
ای خدایه!
چیرې دی هغه ښکاري؟
چې زموږ زړونه به یې څیرې کول،
له هغه هم دا اوسنی زړه یوسه
او هغه پخوانی زړه وړکړه،
ځکه، اوس له خپلو پخوانیو لوظونو اوښتی
خدایه!
انکار یې په په اقرار واوړې…
هغې ته مې چې انکار یې کړی، د نښې به توګه وویل
یاد د شي چې د ور ساتونکي ته به دې ویل؛
«هغه پلانی چې راشي، توښه یې ما ته راوړه…»
ای ساقي!
بس کړه!
څوک چې په سمه ول، مست کوه یې مه
که یې مستوې، بیا یې همدومره لار ستونزمنه کړه!
لکه
زما…
***
ای خداوند یکی یار جفاکارش ده
دلبری عشوه ده سرکش خون خوارش ده
تا بداند که شب ما به چه سان میگذرد
غم عشقش ده و عشقش ده و بسیارش ده
چند روزی جهت تجربه بیمارش کن
با طبیبی دغلی پیشه سر و کارش ده
ببرش سوی بیابان و کن او را تشنه
یک سقایی حجری سینه سبکسارش ده
گمرهش کن که ره راست نداند سوی شهر
پس قلاوز کژ بیهده رفتارش ده
عالم از سرکشی آن مه سرگشته شدند
مدتی گردش این گنبد دوارش ده
کو صیادی که همیکرد دل ما را پار
زو ببر سنگ دلی و دل پیرارش ده
منکر پار شدهست او که مرا یاد نماند
ببر انکار از او و دم اقرارش ده
گفتم آخر به نشانی که به دربان گفتی
که فلانی چو بیاید بر ما بارش ده
گفت آمد که مرا خواجه ز بالا گیرد
رو بجو همچو خودی ابله و آچارش ده
بس کن ای ساقی و کس را چو رهی مست مکن
ور کنی مست بدین حد ره هموارش ده
ژباړه: شبنم یوسفزۍ « پرخه»