ای ملګریا

ohh-friend-by-rumi
ای ملګریا!

نورې پړې لګول پرېږده
راشه! زما د رنځ درملنه وکړه،
ای ملګریا!
له ما مه بېلېږه، ما له بلا او غم بېل کړه
زړه کې مې د غله په څېر یوه اندېښنه راولاړه شوې،
مست مې کړه! او هغه غل له منځه یوسه
په غم، ښادي رازرغونه کړه…
په دې بې وفا نړۍکې، راسره وفا وکړه!
ای ملګریا! راشه …راسره وفا وکړه!

ژباړه: شبنم یوسفزۍ «پرخه»

ای دوست عتاب را رها کن
تدبیر دوای درد ما کن
ای دوست جدا مشو تو از ما
ما را ز بلا و غم جدا کن
اندیشه چو دزد در دل افتاد
مستم کن و دزد را فنا کن
شادی ز میان غم برانگیز
در عالم بی‌ وفا وفا کن
مولانا رح

Share: