از خدا جوییم توفیق ادب
بی ادب محروم ماند از لطف رب
له لوی څښتن د ادب غوښتنه کوو، ځکه چې بې ادبه د خدای له مینې او پېرزوینې لرې پاتې شو.
بی ادب تنها نه خود را داشت بد
بلكه آتش در همه آفاق زد
بې ادبه نه یوازې ځان بد کړ، بلکې پر ټول کاینایتو یې اور بل کړ (کنایه شیطان ته)
(مولانا رح)
اين جهان كوه است و فعل ما ندا
سوي ما آيد نداها را صدا
دا نړۍ د غره په څېر ده او زموږ کړنې د غره پر وړاندې د غږ کولو په څېر دي،
د هر غږ مو راته بېرته ځواب په غږ راځي یا راکوي.
فعل تو كان زايد از جان و تنت
همچو فرزندي بگيرد دامنت
ستا کړ (فعل) چې ستا له ځان زېږول کېږي،
ستا د زوی په څېر ستا لمن نیوونکی دی.
پس تو را هر غم كه پيش آيد ز درد
بر كسي تهمت منه، بر خويش گرد
نو، هرې ناخوالې سره چې مخامخ کېږي، په چا یې پړه مه ږده.
فعل تست اين غصه هاي دم به دم
اين بود معناي قَد جَفَ القَلَم!
دا پرله پسې غصې او ناخوالې په حقیقت کې ستا د کړ غبرګونونه دي،
د (قَد جَفَ القَلَم) مانا همدا ده.
مولانا رح
ژباړه: شبنم یوسفزۍ (پرخه)