Omar Khayyam In Pashto

بر من قلم قضا جو بی من دانند – حکیم عمر خیام

بر من قلم قضا جو بی من دانند – حکیم عمر خیام

بر من قلم قضا جو بی من دانند پس نیک و بدش ز من چرا می دانند دی، بی من و امروز، چو دی بی من و تو فردا به چه حجتم به داور خوانند چې پر ما باندې یې کښلې د قضا قلم بې ما دی نیک او بد ولې زما بولي دا په کوم مذهب روا دی نه پرون په څه خبر وم نه د نن اختیار لرمه سبا څنګه راته وایي چې عمل د جزا دی

ماییم خریدار می کهنه و نو – حکیم عمر خیام

ماییم خریدار می کهنه و نو – حکیم عمر خیام

ماییم خریدار می کهنه و نو و انگاه فروشنده جنت به دو جو دانی که پس از مرگ کجا خواهی رفت می پیش من آر و هر کجا خواهی رو موږ رانیسو دې بازار کې زاړه نوي شرابونه خرڅوو په روو اوربشو ښکلي حورې جنتونه ته پوهیږې در معلوم دي پس له مرګه حسابونه ته ورځه محته دی ښه سه موږ ته راوړه ډک جامونه

خوش باش که پخته اند سودای تو دی – حکیم عمر خیام

خوش باش که پخته اند سودای تو دی – حکیم عمر خیام

خوش باش که پخته اند سودای تو دی فارغ شده اند از تمنای تو دی قصه چه کنم که بی تقاضای تودی دادند قرار کار فردای تو دی غم یې مه کوه فلک دی در شمیرلي ورځې شپې دي د نصیب له زړه دی هیری ټولی هیلی اندیښنی دي نه اختیار دی د راتلو و نه اختیار دی د وتلو د ازل کاتب لیکلي د سبا ټولې شیبی دي

آنکس که بخوبان لب خندان دادست – حکیم عمر خیام

آنکس که بخوبان لب خندان دادست – حکیم عمر خیام

آنکس که بخوبان لب خندان دادست خون جگری بدردمندان دادست گر قسمت ما نداد شادی غم نیست شادیم که غم هزار چندان دادست چې ګلرخو ته یې ورکړې شوندې سرې لکه لعلونه د خوږمنو یې نصیب کړل د کوټلو وینو زړونه غم مو نسته که خوښي یې په قسمت نه دي راکړي خوښ له دی یو چې یې راکړل راته زر چنده غمونه

صد خانه ز خوناب دلم ویران است – حکیم عمر خیام

صد خانه ز خوناب دلم ویران است – حکیم عمر خیام

صد خانه ز خوناب دلم ویران است وز گریۀ زار بیم صد چندانس از هر مژه ناودان خون است روان گر من مژه را بهم زنم طوفان است د زړه وینو مې خراب کړل سل آباد ښکلي کورونه له ژړا به مې لاوران سي داسې نور هم په سل گونه زما له هر باڼه روان دي د سرو وینو ډک رګونه که مې سترګې کړلې پټې جوړومه توپانونه

بیمارم و تب در امتحانم دارد – حکیم عمر خیام

بیمارم و تب در امتحانم دارد – حکیم عمر خیام

بیمارم و تب در امتحانم دارد نا خوردن می قصد بجانم دارد وین طرفه نگر که هر چه در بیماری جز باده خورم همه زیانم دارد رنځور پروت یم توري تبې غوړولی امتحان دی او له سرو میو پرهیز مې عزراییل د روح او ځان دی راسه دا عجبه واوره چې په رنځ کې هر څه خورمه بي سرو میو چې شفا ده بل په هر څه کې تاوان دی

من بی می ناب زیستن نتوانم – حکیم عمر خیام

من بی می ناب زیستن نتوانم – حکیم عمر خیام

من بی می ناب زیستن نتوانم بی باده کشیدن بار تن نتوانم من تنده آن دمم که ساقی گوید یک جام دگر بگیر و من نتوانم زه بی میو بی مستیه ژوندون نه سمه کولای درانه پیټي د ژوندون مې بی شرابو نه سم وړلای زه بنده د هغه آن یم چې ساقي مې راته وايي دا یو جام که پر سر پورته زه یې ونه سم چښلای

آنرا منگر که ذوفنون آید مرد – حکیم عمر خیام

آنرا منگر که ذوفنون آید مرد – حکیم عمر خیام

آنرا منگر که ذوفنون آید مرد در عهد و وفا نگر که چون آید مرد از عهده عهد اگر برون آید مرد از هرچه گمان بری فزون آید مرد میړه مه ګوره په عقل ذوفنون وي یا لقمان وي چې پر قول پیمان ټینګ وي هغه تل مرد د میدان وي چې د قول له میدانه بریالې میړه راووت د زمري په څیر یې زړه مي تر رستم به پهلوان وي

دا رنده چو ترکیب طبایع اراست – حکیم عمر خیام

دا رنده چو ترکیب طبایع اراست – حکیم عمر خیام

دا رنده چو ترکیب طبایع اراست از بهر چه اوفگندش اندر کم کاست گر نیک آمد شکستن از بهر چه بود ور نیک نیامد این صُوَِر عیب کراست چې په ژبه د قلم یې د عالم برخې ویشلي ولی څوک تر مځکې لاندې څوک آسمان ته دي ختلي که دا ښه وه که ښایسته وه څه هدف د ماتولو عیب د چا بولئ هوښیارو که پیدا نه وه څوک ښکلي

ای دل همه اسباب جهان خواسته گیر – حکیم عمر خیام

ای دل همه اسباب جهان خواسته گیر – حکیم عمر خیام

ای دل همه اسباب جهان خواسته گیر باغ طربت به سبزه آراسته گیر و آنگاه بر آن سبزه شبی چو شبنم بنشسته و بامداد برخاسته گیر چې هستي ده خدای درکړی په خوښیږه هوسیږه چې هم می وي هم نگار وي پر سبزه باندې نڅیږه شپه دې تیره پر سبزه که هستي ټوله یوه شپه ده د شبنم په دود شپه راسه او سهار ورنه کوچیږه

عمرت چه دو صد بود چه سه صد چه هزار – حکیم عمر خیام

عمرت چه دو صد بود چه سه صد چه هزار – حکیم عمر خیام

عمرت چه دو صد بود چه سه صد چه هزار زین کهنه سرا برون برندت ناچار گر پادشهی و گر گدای بازار این هر دو به یک نرخ بود آخر کار که دې ژوند دوه سوه کاله یا زر کاله سي ختمیږې دا نابوده دنیاګۍ به خامخا درنه پاتیږي که تاخونه د شاهۍ دي که کچکول د ملنګۍ دی په وروستي بازار کې دواړه په یو بیه خرڅیږي

تا در تن تست استخوان ورگ و پی – حکیم عمر خیام

تا در تن تست استخوان ورگ و پی – حکیم عمر خیام

تا در تن تست استخوان ورگ و پی از خانۀ تقدیر منه بیرون پی گردن منه ارخصم بود رستم زال منت مکش ار دوست بود حاتم طی چې په تن کې دی لاساه سته چې لرې هډ او رګونه د تقدیر له کور د باندې چې ونه باسې گامونه که دښمن دی رستم زال وي چې تسلیم یې نه سی زور ته که دی دوست حاتم طی وي یو یې نه سی منتونه

من دامن زهد و توبه پی خواهم کرد – حکیم عمر خیام

من دامن زهد و توبه پی خواهم کرد – حکیم عمر خیام

من دامن زهد و توبه پی خواهم کرد با موی سپید قصد ی می خواهم کرد پیمانه عمر من به هفتاد رسید این دم نکنم نشاط کی خواهم کرد له توبې او له پرهیزه ور تیریږم په زر ځله په دا سپینو ویښتو ځمه ډکومه پیاله خپله چې د عمر پیمانه مې بر اویا ده رسیدلی چې دا نن لا مسني نه کړم دا مستي به کوم کله

از جمله رفتگان این راه دراز – حکیم عمر خیام

از جمله رفتگان این راه دراز – حکیم عمر خیام

از جمله رفتگان این راه دراز باز آمده کیست تا به ما گوید راز پس بر سر این دو راهۀ آز و نیاز تا هیچ نمانی که نمی آیی باز پر دې توره اوږده لاره چې هر څوک دي وروتلي بیرته نه دي څوک راغلي چې رازونه یې ویلي موږ ولاړ پر دوراهي یو د ګناه او ثوابونو چې تش لاسی پاته نه سې چې راغلي ټوله تللي

در ده صنما که جهانرا تابیست – حکیم عمر خیام

در ده صنما که جهانرا تابیست – حکیم عمر خیام

در ده صنما که جهانرا تابیست ز آن می که گل نشاط را زو آبیست بشتاب که آتش جوانی آبیست در یاب که بیداری دولت خوابیست ساقي راکه ډک جامونه دا هستي نه پاته کیږي له سرو میو چې ګلونه د مستۍ په سیرابیږي ژر می راوړه چې لمبی مې د ځوانۍ خاموشی نه سي په دی پوه سه د بخت ورځې لکه خوب داسې تیریږي

این کوزه که آبخورۀ مزدوری است – حکیم عمر خیام

این کوزه که آبخورۀ مزدوری است – حکیم عمر خیام

این کوزه که آبخورۀ مزدوری است از دیدۀ شاهست و دل دستوری است هر کاسه می که بر کف مخموری است از عارض مستی و لب مستوری است دا کوزې چې نن په لاس کې د مزردور او د دهقان دي یا له زړه د حاکم جوړې یا له سترګې د سلطان دي دا چې ګرځي په لاسونو د مستانو کې جامونه له باړ خو د مستي پیغاې یا له شونډو د جانان دي

کردیم دگر شیوهء رندی آغاز – حکیم عمر خیام

کردیم دگر شیوهء رندی آغاز – حکیم عمر خیام

کردیم دگر شیوهء رندی آغاز تکبیر همی زنیم بر پنج نماز هر جا که پیاله ایست ما را بینی گردن چو صراحی سوی او کرده دراز د رندۍ لار مو اخیستې ځو روان یو په مزلونو د تکبیر نارې مو پورته پر پنځو واړو لمونځونو چې هر ځای پیالی تشیږي په هغه محفل کې ناست یو صراحي رنګه مو غاړې اوږدی کړي تر جامونو

تا راه قلندری نپویی نشود – حکیم عمر خیام

تا راه قلندری نپویی نشود – حکیم عمر خیام

تا راه قلندری نپویی نشود رخساره به خون دل نشویی نشود سودا چه پزی که تا چو دلسوختگان یکباره به ترک خود نگویی نشود چې پر لار د قلندرو روان نه سې نه رسیږې رنګ په وینو د زړګي چې د ځان نه سې نه رسیږې چې د شمعې په لمبو کې در نه هیره هستي نه سي بیګانه له ځانه ټول چې، جانان نه سې نه رسیږې

می خور که بزیر گل بسی خواهی خفت – حکیم عمر خیام

می خور که بزیر گل بسی خواهی خفت – حکیم عمر خیام

می خور که بزیر گل بسی خواهی خفت بی مونس و بی رفیق و بی همدم و جفت زنهار به کس مگو تو این راز نهفت هر لاله که پژمرد نخواهد بشگفت سره می نوش که په لحد کې ډیر خوبونه در رسیږي نه به یار نه به اشنای وي نه دوستان دی په کاریږي پټ یې وساته په زړه کې دغه راز چې رسوا نه کې چې غاټول سي یو ځل مړاوي بیا په عمر ن...

افسوس که نامۀ جوانی طی شد – حکیم عمر خیام

افسوس که نامۀ جوانی طی شد – حکیم عمر خیام

افسوس که نامۀ جوانی طی شد وین تازه تهار زندگانی طی شد آن مرغ طرب که نام او بود شباب افسوس ندانم که کی آمد کی شد هس افسوس د ځوانۍ وخته لکه خوب هسې می هیر سو پر تازه پسرلي می د خزان موسم چاپیر سو ها ښایسته مرغه چې خلکو زلمیتوب نو باندې ایښې نه پوهیږمه چې کله په څه وخت کې تر ما تیر سو

در دایره سهر نا پیدا غور – حکیم عمر خیام

در دایره سهر نا پیدا غور – حکیم عمر خیام

در دایره سهر نا پیدا غور می نوش به خوشدلی که دور است بجور نوبت جو بدور تو رسد آه مکن جا می است که جمله را چسانند بدور د آسمان په دایره کې نا آشنا نوبت چلیږي په خوښۍ دی پیاله نوش که چې په جبر چښل کیږي چې دی هر کله نوبت سو آه به نه باسې له ستوني داسې جام دی چې نوبت یې تر هر چا پورې رسیږي

ای دوست غم جهان بیهوده مخور – حکیم عمر خیام

ای دوست غم جهان بیهوده مخور – حکیم عمر خیام

ای دوست غم جهان بیهوده مخور بیهوده غم جهان فرسوده مخور چون بود گذشت و نیست نابود پدید خوش باش و غم بوده و نابوده مخور څه په زړه کې دی ځای کړي د فاني دنیا غمونه؟ په غمونو کله ارزي د ژوندون دا ورانه خونه څه چې وه هغه تیر سوي د راتلونکو درک نسته په خوښیو کې یې هیر که د هستۍ نیستۍ غمونه

گر باده خوری تو با خردمندان خور – حکیم عمر خیام

گر باده خوری تو با خردمندان خور – حکیم عمر خیام

گر باده خوری تو با خردمندان خور یا با صنمی لاله رخ خندان خور بسیار مخور ورد مکن فاش مساز اندک خور و گه گاه خور و پنهان خور له هوښیارو سره نوش که د سرو میو ډک جامونه یا ملګري که پۍ مخي ښایسته لکه ګلونه نه چې وران دی له مستۍ سي د رندانو محفلونه لږ یې نوش که کله کله او پټ وساته رازونه

تا زهره و مه در آسمان گشت پدید – حکیم عمر خیام

تا زهره و مه در آسمان گشت پدید – حکیم عمر خیام

تا زهره و مه در آسمان گشت پدید بهتر ز می ناب کسی هیچ ندید من در عجبم ز میفروشان کایشان به زآنکه فروشند چه خواهند خرید چې زهده او سپوږمۍ دواړه پر آسمان باندې ختلي له سرو میو له ډک جامه چا بهتر نه دي لیدلي زه حیران یم کار و بار ته د دنیا د میفروشو خرڅوي چې شرابونه دوی بهتر دي څه کتلي

هر لذت و راحتی که خلاق نهاد – حکیم عمر خیام

هر لذت و راحتی که خلاق نهاد – حکیم عمر خیام

هر لذت و راحتی که خلاق نهاد از تهر مجر دان در آفاق نهاد هر کس که ز طاق منقلب گشت بجفت آسایش خود ببرد و بر طاق نهاد چې خالق زني پیدا کړل د مستیو د عیشونو مجردو ته یې ورکړې نصیبې له آسمانونو چې هر څوک له طاقه ولوید او د جفت قسمت یې وسو آرامی یې کړله هیره پاس د خونې پر طاقونو

آن لعل در آبگینۀ ساده بیار – حکیم عمر خیام

آن لعل در آبگینۀ ساده بیار – حکیم عمر خیام

آن لعل در آبگینۀ ساده بیار وان محرم و مونس هر آزاده بیار چون می دانی که مدت عالم خاک باد است که زود بگذرد باره بیار هغه سره می راته راوړه چې ساده یې دي جامونه چې محرم دي د رندانو چې شریک مو دي رازونه ته پوهیږې چې د خاورو د جهان دا لنډې ورځې لکه باد هسې تیریږي ژر یې راوړه شرابونه

در کارگه کوزه گری کردم رای – حکیم عمر خیام

در کارگه کوزه گری کردم رای – حکیم عمر خیام

در کارگه کوزه گری کردم رای در پایه چرخ دیدم استاد بپای میکرد دلیر کوزه رادسته و سر از کلۀ پادشاه و از دست گدای د کلال په کار خانه کې تیره شپه مې څو شیبې وی کوزه ګر پکښې ولاړ و جوړې کړې یې کوزې وی ګرزولی یې پر لوښو هنرمندې کاري ګوتې د پاچا سر یې په لاس کې ورسره د فقیر پښې وی

ایام جوانی است و شراب اولیتر – حکیم عمر خیام

ایام جوانی است و شراب اولیتر – حکیم عمر خیام

ایام جوانی است و شراب اولیتر با خوش پسران باده ناب اولیتر این عالم فانی چو خراب است و یباب از باده در و مست و خراب اولیتر ډکې ډکې پیالې واخله چې د عمر دی ځواني ده سره شراب ښکلي نو خطه نن واجبه پایکوبي ده پر نیستۍ باندې ولاړه دا فاني دنیا خرابه له سرو میو مست خراب سه که یوه شپه دی باقي ده

گر شاخ بقا ز بیخ بختت رُستست – حکیم عمر خیام

گر شاخ بقا ز بیخ بختت رُستست – حکیم عمر خیام

گر شاخ بقا ز بیخ بختت رُستست ور بر تن تو عمر لباسی چُستست در خیمه تن که سایه بانی است ترا هان تکیه مکن که چار میخش سستست که له خاورې د طالع دي د بقا و زي ښاخونه او په تن دي وي اغوستي د اوږد عمر لباسونه ها د تن خیمه دي ګوره چې یې تل سیوري ته ناست یې پام تکیه ورباندې مه کړه چې ډیر سست یې دي میخونه

چون آگهی ای پسر ز هر اسراری – حکیم عمر خیام

چون آگهی ای پسر ز هر اسراری – حکیم عمر خیام

چون آگهی ای پسر ز هر اسراری چندین چه خوری بیهوده تیماری چون می نرود باختیارت کاری خوش باش درین نفس که هستی باری چې معلوم دي درته ټول د زمان او ژوند رازونه لاتر څو به دی زړه شین وي لا به ولی خورې غمونه د هستي هره شیبه ده ستا تر واک اختیار وتلی شکر باسه چې موجود یې چې لا باسی نفسونه

هر دل که اسیر محنت اوست خوشست – حکیم عمر خیام

هر دل که اسیر محنت اوست خوشست – حکیم عمر خیام

هر دل که اسیر محنت اوست خوشست هر سر که غبار سر آن کوست خوشست از دوست بناوک غم آزرده مشو خوش باش که هر چه آید از دوست خوشست چی د ده د عشق اسیر دي هغه زړونه دې خوښیږي هغه سر چاته رسیږي چې د ده په نوم پاییږي که له دوسته در رسیږي د غم غشي زهیر نه سې پر دوو سترګو یې منظور که چې له دوسته در رسیږي

از رنج کشیدن آدمی حُر گردد – حکیم عمر خیام

از رنج کشیدن آدمی حُر گردد – حکیم عمر خیام

از رنج کشیدن آدمی حُر گردد قطره چو کشد حبس صدف دُر گردد گر مال نماندسر بماند بجای پیمانه چو شد تهی دگر پُر گردد پر انسان چې خوارۍ ورسي نو آزاد پر زمانه سي په صدف کې چې بندي سي هغه څاڅکې دردانه سي مال که ولاړ سي سر وي پاته دنیا ځای د تاوانو دی بیا به ډکه سي که تشه له سرو میو پیمانه سي

دنیا همه سر بسر ترا خواسته گیر – حکیم عمر خیام

دنیا همه سر بسر ترا خواسته گیر – حکیم عمر خیام

دنیا همه سر بسر ترا خواسته گیر صد گنج بزر و گوهر آراسته گیر پس بر سر آن گنج چو بر صحرا برف روزی دو سه بنشسته و برخاسته گیر دا دنیا هغسې بوله چې ته هر څه غواړې ستا وي سل د زرو خزانې وي د غمونو درته شا وي ته به پروت پر خزانو یې لکه واوره پر دښتونو دوی یا درې ورځې به ناست یې بیا به هر څه نیمه خوا وي

با بط میگفت ماهی در تب و تاب – حکیم عمر خیام

با بط میگفت ماهی در تب و تاب – حکیم عمر خیام

با بط میگفت ماهی در تب و تاب باشد که به جوی رفته باز اید آب بط میگفت که چون من و تو گشتیم کباب اندر پس مرگ ما چه دریا چه سراب تپیدی ماهي پر مځکه ویل بطی تا لیدلي؟ چې را ځي اوبه ویالې ته چې پخوا وي پکښې تللي بطی وویل ماهیه چې موږ دواړه نن کباب سو پس له مرګه څه سراب وي څه رودونه بهیدلي

گر چه غم و رنج من درازی دارد – حکیم عمر خیام

گر چه غم و رنج من درازی دارد – حکیم عمر خیام

گر چه غم و رنج من درازی دارد عیش و طرب تو سرفرازی دارد بر هردو مکن تکیه که دوران فلک در پرده هزار گونه بازی دارد که څه ډیر دي زما غمونه او اوږده دي رنځونه ستا په برخه خدای درکړي هم خوښۍ دي دي هم عیشونه اعتبار چې په ونه کې چې آسمان دپردې لاندې پټې کړي دي زرلوبې زر یې نور دي نیرنګونه

چون هست زمانه در شتاب ای ساقی – حکیم عمر خیام

چون هست زمانه در شتاب ای ساقی – حکیم عمر خیام

چون هست زمانه در شتاب ای ساقی برنه بکفم جام شراب ای ساقی هنگام صبوح قفل از در بکشای تعجیل که آمد آفتاب ای ساقی ساقي ژوند په تلوار درومي زړه مې ریږدي له زمانه پیالې ډکې راته راوړه چې هستي نه سي پښیمانه پر سپیدو که راته خلاصه دروازه د میخانې دی په تلوار یې نوشومه چې لمر خیژي له آسمانه

هر یک چندی یکی بر آید که منم – حکیم عمر خیام

هر یک چندی یکی بر آید که منم – حکیم عمر خیام

هر یک چندی یکی بر آید که منم با نعمت و با سیم و زر آید که منم چون کارک او نظام گیرد روزی ناگه اجل از کمین در آید که منم یو څو ورځې څوک په ښار کې ځان ښکاره کړي وايي زه یم ځان د ژوند په نعمتونو مستانه کړي وايي زه یم هوسونه چې د ژوند یې پوره کیږي یو ناڅاپه له ګوښې اجل پیدا سي پرې حمله کړي وایي زه یم

اندازۀ عمر بیش از شصت منه – حکیم عمر خیام

اندازۀ عمر بیش از شصت منه – حکیم عمر خیام

اندازۀ عمر بیش از شصت منه هر جا که قدم نهی به جز مست منه زان پیش که کاسه سرت کوزه کنند تو کوزه ز دوش و کاسه از دست منه تر شپیتو دې باید کمه د ټول عمر اندازه وي ژوند دې واړه رندانه وي هر قدم دې مستانه وي لا د مخه چې آسمان دې ګوزه جوړه کي له سره صراحي پر اوږو ګرځه او په لاس به دې پیاله وي

رو بر سر افلاک و جهان خاک انداز – حکیم عمر خیام

رو بر سر افلاک و جهان خاک انداز – حکیم عمر خیام

رو بر سر افلاک و جهان خاک انداز می میخور و گِرد خوبرویان می تاز چی جای عتاب آمد و چه جای نیاز کز جمله روندگان کسی نامد باز د جهان په خوله که خاورې هم پر سر د آسمانونو د ګلرخو سره نوش که ډک جامونه له خمونو نه خبر څوک له ثوابه نه اګاه څوک له عذابه نه له تللیو څوک راغلي نه یې څرک د احوالونو

با تو بخرابات همی گویم راز – حکیم عمر خیام

با تو بخرابات همی گویم راز – حکیم عمر خیام

با تو بخرابات همی گویم راز به زانکه کنم بی تو بمحراب نماز ای اول و آخر همه خلقان تو خواهی تو مرا بسوز و خواهی بنواز ښه چې تاته خرابات کې د زړه وایمه رازونه نه چې ولاړ سمه محراب ته بې له تا وکم لمونځونه د مخلوق اول آخره ستا له لوري مې قبول دي که مې سوځې په اورونو او که راکړې کوثرونه

ما عاشق و آشفته و مستیم امروز – حکیم عمر خیام

ما عاشق و آشفته و مستیم امروز – حکیم عمر خیام

ما عاشق و آشفته و مستیم امروز در کوی بتان باده پرستیم امروز از هستی خویش بکلی رسته پیوسته بمحراب الستیم امروز نن له هر څه بې پروا یو لیوني یو عاشقان یو د ګلرخو په کوڅو کې جام په لاس ګرځو مستان یو له خپل ځانه پردي سوي له هستیه بیخبره د الست محراب کې ناست یو په طلب د خپل جانان یو

خشت سر خم ز مملکت جم خوشتر – حکیم عمر خیام

خشت سر خم ز مملکت جم خوشتر – حکیم عمر خیام

خشت سر خم ز مملکت جم خوشتر بوی قدح از غذای مریم خوشتر آه سحری ز سینه خماری از ناله بوسعید و ادهم خوشتر د خم خښته مې خوښیږي د جمشید تر اقلیمونو د پیالې بوی راته خوږ دی د مریم تر خوراکونو سحرګاه چې آه سي پورته له سینو د خماریانو ښه لګیږي د ادهم او بوسعید تر فریادونو

یارب تو جمال آن مهر انگیز – حکیم عمر خیام

یارب تو جمال آن مهر انگیز – حکیم عمر خیام

یارب تو جمال آن مهر انگیز آراسته یی به سنبل عنبر بیز پس حکم همی کنی که در وی منگر این حکم چنان بود که کج دار و مریز خدایه یو ځل دی پیدا کړل تر سپوږمۍ ښکلي مخونه ګڼی زلفې غټې سترګې سره شونډان لکه لعلونه بیا نو وایې مه ورګورئ خو دا حکم داسې ښکاري چې پیاله کږه درواخله خو توی نه کړی شرابونه

آنها که بفکرت در معنی سفتند – حکیم عمر خیام

آنها که بفکرت در معنی سفتند – حکیم عمر خیام

آنها که بفکرت در معنی سفتند در ذات خداوند سخنها گفتند سر رشته اسرار ندانست کسی اول زنخی زدند و آخر خفتند د معنی چې یې پییلی مرغلرې په فکرونو د خالق پر ذات سول ستړي په خبرو کتابونو هیڅوک پوه په اسرار نه سول ټوله سر پر زنګانه دي له یوه سره بیده سول په درنو اوږدو خوبونو

زین خانه که به صد نوا آمده ایم – حکیم عمر خیام

زین خانه که به صد نوا آمده ایم – حکیم عمر خیام

زین خانه که به صد نوا آمده ایم رفتند بسی ز ما و ما آمده ایم از رفته و آینده نگفته است کسی باید بکجا شد ز کجا آوده ایم له دې کوره چې په سلو فریادونو یو وتلي زموږ له ډلې داسې ډیر دي هم راغلي هم ترې تللي نه د تللیو احوال راغی نه راتلونکي رامعلوم دي چې آخر به چیرې ولاړ سو او له کومه یو راغلي

با روی نکو و لب و جوی و مل و ورد – حکیم عمر خیام

با روی نکو و لب و جوی و مل و ورد – حکیم عمر خیام

با روی نکو و لب و جوی و مل و ورد تا بتوانم عیش و طرب خواهم کرد تا بوده ام و باشم و خواهم بودن می خورده ام و میخورم و خواهم خورد چې نګار وي شنه ویاله وي او سره می وي سره ګلونه د ګلرخ ساقي له لاسه نوشوم به ډک جامونه چې مې نوم وي په هستي کې چې ژوندی پر دنیا ګرځم ما څښلي دي څښم یې تشوم به ډک خمونه

ماه رمضان چنانکه امسال آمد – حکیم عمر خیام

ماه رمضان چنانکه امسال آمد – حکیم عمر خیام

ماه رمضان چنانکه امسال آمد بر پای خرد بند گران آمد ای بار خدای خلق را غافل ساز تا پندارند که ماه شوال آمد د روژې میاشت ده راغلې خدای خو زما په زړه خبر دی دا د عقل په اوږو کې یو دروند پیټې لکه غر دی خدایه ته خپل قدرت کې دا مخلوق داسې غافله چې روژه سي ورنه هیره هر یو وایي چې اختر دی

خواهی که اساس عمر محکم یابی – حکیم عمر خیام

خواهی که اساس عمر محکم یابی – حکیم عمر خیام

خواهی که اساس عمر محکم یابی روزی بعالم دل خرم یابی فارغ منشین ز خوردن باده و می تا لذت عمر خود دمادم یابی که عمر د شیبو دی فولادي غواړې بندونه که پیرزو دی پر خپل ځان دي دا پنځه ورځې عیشونه چې له لاسه یې کښې نه ږدی د سرو میو پیالې ډکې چې نصیب دی هر گړی سي د خواږه عمر خوندونه

یکدست بمصحفیم و یکدست بجام – حکیم عمر خیام

یکدست بمصحفیم و یکدست بجام – حکیم عمر خیام

یکدست بمصحفیم و یکدست بجام گه مرد حلالیم و گهی مر حرام ماییم درین گنبد فیروزه رخام نی کافر مطلق نه مسلمان تمام هم د میو جام به لاس کې هم په ذکر د قرآن یو کله کله حرام وخورو کله ټینګ پر خپل ایمان یو تر دی شنه آسمان را لاندې موږ هم یو له بندگانو چې نه بشپړ کافران یو نه سوچه مسلمانان یو

آنها که خلاصۀ جهان ایشانند – حکیم عمر خیام

آنها که خلاصۀ جهان ایشانند – حکیم عمر خیام

آنها که خلاصۀ جهان ایشانند بر اوج فلک براق فکرت رانند در معرفت ذات تو مانند فلک سر گشته و سرنگون و سرگردانند چې په خپل عقل مغرور دي چې پوهان د دې جهان دي پر براق چې د فکرونو په سفر دشنه آسمان دي ستا د ذات په معرفت کې د فلک په رسم ګرځي سربدال دي، سرنګون دي، تر قیامته سرګردان دي

ساقی دل من زدست اگر خواهد رفت – حکیم عمر خیام

ساقی دل من زدست اگر خواهد رفت – حکیم عمر خیام

ساقی دل من زدست اگر خواهد رفت بحر است کجا خود بدر خواهد رفت صوفی که چو ظرف تنگ از خویش پر است یک جرعه اگر دهی بسر خواهد رفت که مې زړه له واکه وزي ساقي چیرې به رسیږي پیمانه د سمندر ده کومې خواته به بهیږي صوفی تونگ غوندې تر غاړې مالامال دی له خپل ځانه په یوه غړب یې مستیږي او پر سر به روانیږي

بر دار پیاله و سبو ای دلجو – حکیم عمر خیام

بر دار پیاله و سبو ای دلجو – حکیم عمر خیام

بر دار پیاله و سبو ای دلجو بر گرد بگرد سبزه زار و لب جو کاین چرخ بسی قد بتان مهرو صد بار پیاله کرد و صد بار سبو ګرانه راوړه په مینا کې په پیاله کې شرابونه د ویالې پر غاړه کښینه چې سبزه وي سره ګلونه چې دې شنه آسمان د ډیرو ګلرخانو خاورې یوړې څوک یې سل ځله مینا کړل ځوک یې سل ځله جامونه

من باده خورم و لیک مستی نکنم – حکیم عمر خیام

من باده خورم و لیک مستی نکنم – حکیم عمر خیام

من باده خورم و لیک مستی نکنم الا بقدح دراز دستی نه کنم دانی غرضم ز می پرستی چه بود تا همچو تو خویشتن پرستی نه کنم له مستیه به پرهیز یم که هر څو شراب چښمه بی د سرو میو له جامه بل ته لاس نه اوږدومه ته پوهیږې له سرو میو زما مطلب څه دی زاهده ستا په څیر مې خپل وجود ته له سجدې پرهیز کومه

تن زن چو بزیر فلک بیباکی – حکیم عمر خیام

تن زن چو بزیر فلک بیباکی – حکیم عمر خیام

تن زن چو بزیر فلک بیباکی من نوش چو در جهان آفت ناکی چون اول و آخرت بجز خاکی نیست انگار که بر خاک نه یی در خاکی فلک ډیرې کړی خزانی د ګلونولښتی تاندې می چښه چې آفتونه د جهان لرې د وړاندې هم له خاورو پیدا سوی هم به خاوروته روان یې ګواکي نه ګرځې پر خاورو یې د ګور تر خاورو لاندې

یک چند به کودکی به استاد شدیم – حکیم عمر خیام

یک چند به کودکی به استاد شدیم – حکیم عمر خیام

یک چند به کودکی به استاد شدیم یک چند ز استادی خود شاد شدیم پایان سخن شنو که ما را چه رسید از خاک در آمدیم و بر باد شدیم یو څو ورځې ماشومان و شاګردان د لوی استار سوو یو څو ورځې له دې خپلې استادیه په زړه ښاد سوو له دې ژونده له تلاښه موږ ته څه شئ په نصیب سول چې له خاورو و راغلي عاقبت ټوله برباد سوو

آنی که دم مسیح یار تو شده است – حکیم عمر خیام

آنی که دم مسیح یار تو شده است – حکیم عمر خیام

آنی که دم مسیح یار تو شده است بخشیدن جان همیشه کار تو شده است جان بخشش تواست گر فدای تو کنیم هم گوهر گنج خود نثار تو شده است له یاري دی پاکه خدایه د مسیح روح دی ښاغلی تا ژوندویو د جهان ته د حیات قسمت منلی روح او زړه دي تا راکړي که یې بیرته ستا قربان کو ګوهر ستا د خزانی دی او موږ بیرته در بخښلی

سنت بکن و فرضیه حق بگذار – حکیم عمر خیام

سنت بکن و فرضیه حق بگذار – حکیم عمر خیام

سنت بکن و فرضیه حق بگذار و آن لقمه که داری ز کسان باز مدار در خون کس و مال کسی قصد نکن در عهدۀ آن جهان منم باده بیار پر سنت باندې ټینګ اوسه فرضیه د حق ادا که چې هر څه لرې په لاس هغه نذر د سخا که چې نه وینی د چا وخورې او نه غل د چا د مال سې د هغه جهان ضامن یم راسه کښینه شراب راکه

با یار چو آرمیده باشی همه عمر – حکیم عمر خیام

با یار چو آرمیده باشی همه عمر – حکیم عمر خیام

با یار چو آرمیده باشی همه عمر لذات جهان چشیده باشی همه عمر هم آخر عمر رحلتت باید کرد خوابی باشد که دیده باشی همه عمر چې ټول عمر یې له یاره لاس تر غاړه اوسیدلې ژونددې ټول په عیش و نوش وي هر نعمت دی وي څکلې خو د عمر په آخر کې لوی سفر درته لیکلي ټوله عمر داسې ښکاري لکه خوب وي چا لیدلې

ماییم در اوفتاده چون مرغ بدام – حکیم عمر خیام

ماییم در اوفتاده چون مرغ بدام – حکیم عمر خیام

ماییم در اوفتاده چون مرغ بدام دلخسته روزگار و آشفته مدام سرگشته در این دایرۀ بی در و بام نا آمده بر مراد و نا رفته بکام د مرغیو په څیر راغلو د ازل دام ته لویدلي زړونه ستړي ورځې ستړې شپې د غم په تار پېیلي دې لار ورکي دایره کې لالهانده له اوله نه له مراد سره راغلي نه په مراد یو رسیدلي

خورشید سپهر بی زوالی عشق است – حکیم عمر خیام

خورشید سپهر بی زوالی عشق است – حکیم عمر خیام

خورشید سپهر بی زوالی عشق است مرغ چمن خجسته فالی عشق است عشق آن نبود که همچو بلبل نالی هر گه که بمیری و نه نالی عشق است پر آسمان باندې لمر ګورې دا د عشق بی زوالي ده پر چمن چې بلبل گرځي دا د مینی نیک فالي ده هغه مینه ریښتیا نه ده چې بلبل رنګه فریاد کړي څوک چې ومري بی فریاده هغه مینه ازلي ده

  • 1
  • 2