Khushal Khan Khattak

مرد به نشي په ګفتار

مرد به نشي په ګفتار

مرد به نشي په ګفتار څو پیدا نکړي کردار چې دې اوکنځي مرد ندی که له تانه وي په ډار چې څه دې خو انتقام دې د مردانو کاروبار مرد به غم د خپل هنر کا نه د زر نه د دینار نامرد فخر په نصب کا مرد نه مور لري نه پلار د خوشحال خبرې ګوره لال او دُر پېئ په تار حضرت خوشحال خان خټک »

ما  د ښكلــيــــــــو ننــــــداره كړه ، زاهــــد  ننگ  كړ – خوشحال خان ختک

ما د ښكلــيــــــــو ننــــــداره كړه ، زاهــــد ننگ كړ – خوشحال خان ختک

ما د ښكلــيــــــــو ننــــــداره كړه ، زاهــــد ننگ كړ ښه خو دا چې خداى دى هم زمــــــــا په رنـگ كړ هغه وخت چې را په ياد شي ډېر خوشحـــال شم چې به ما درته دعـــــــــــا كړه ، تا به جنــــــگ كړ زمــا زړه يې په قــــــــلاب د زلفـــــــــــــــــــو يووړ ورســــــــــــره يې اوده كړى په پالنــــــــــــــــــگ كړ كه ژوندى نه شي له مرگــــه ، عمر يې شوم دى چــــې په خــــــاك يـــــې د پايلو باندې شرنـــگ كړ كښـــــــــلى مـــخ يــــې لكـــــــــه څراغ هسې بليــــږي خوار عاشق يې په دا څراغ باندې پتنــــگ كړ ملنگــــــــــــان يـــې د دربار درويــــــزه مومـــــــــــي ما هم ځكه ځان د يار د ور... »

څو په باغ کې لا يو ګل د نوبهار شته – خوشحال خان ختک

څو په باغ کې لا يو ګل د نوبهار شته – خوشحال خان ختک

څو په باغ کې لا يو ګل د نوبهار شته د بلبلو، د توتيانو پرې چغار شته نن دې غم له مانه ځان ساتي که ښه کا چې په سيل د بهار راسره يار شته چې له ياره سره مست، د ګلو ګشت کړم محتسب که رانژدې شي پيزار شته شيخ ملا دې زما غم په بهار نه خوري چې رباب او سريندې غوندې غمخوار شته نه به زه د ميو جام کښېږدم له لاسه نه زما له پارساييې سره کار شته ما و خپلې پارسايۍ ته رخصت ورکړ په دا نورو پارسايانو مې اوس ډار شته ساقي! بيا زما د ښهر خبر واخله! لا يو څو په کوڅو پاتې پرهېز ګار شته ګل و مل، ساز و سرود، ساقي سرې سترګې لا به ډېر عالم رسوا کا چې دا چار شته چې په هر پياله عقل له ما زدويي د ساقي منت راباندې په بار بار شت... »

که زه نه وای عشق به تالره بلل څوک – خوشحال خان ختک

که زه نه وای عشق به تالره بلل څوک – خوشحال خان ختک

که زه نه وای عشق به تالره بلل څوک په پالنګ به دې دا هسې درختل څوک واړه عشق دی چې يې سر راته ګياه کړ ګڼه! زه په ځان مين، د سر ښندل څوک چې پتنګ ته روښنايي د څراغ ښکاره شي نور له څراغه نه يې غواړي جار وتل څوک بدرګه که محبت راسره نه وای يک تنها به په خونخوارو لارو تلل څوک ددې ميو پيالې ډېرو دي اخيستې ولې ما غوندې به نه وي لايعقل څوک د زنخ په چاه دې بند د شونډو مست وي روغ هوښيار به په کوهي کې پرېوتل څوک ته پخپله راته ووايې چې وايه! ګڼه! زه، د مينې راز ښکاره ويل څوک ته مې وژنه د قصاص اندېښنه مه کړه! د خپل خون په تور به ونيسم يو بل څوک ښه خو دا چې د چا نوم په کې ياديږي په فاني دونيا به نه وي ژوندی تل... »

بيا رباب د مغني ښه سرايت کا – خوشحال خان ختک

بيا رباب د مغني ښه سرايت کا – خوشحال خان ختک

بيا رباب د مغني ښه سرايت کا په نغمه کې نوی نوی حکايت کا شېخ دې کونج د صومعې زه به ګلګشت کړم د بهار ګلونه ماته هدايت کا ګدايانو لره غم د ګېډې ډېر دی بادشاهان دې غم د ملک او ولايت کا د وفا مهر، کرم به يې لا څه وي؟ په جفا کې چې دا هومره عنايت کا په ماڼې يې هم خوشحال شم هم دلګير شم لکه څوک چې له شکر و شکايت کا دا زما د بخت اثر نه دی نو څه دی له رقيبه چې شکوه په دا غايت کا په دا شهر کې څرګند شراب خرڅيږي محتسب د باده نوشو رعايت کا که د ښکليو د ديدن مينه ګناه ده سکه خوشال خټک درست عمر جنايت کا »

نو بهارو می معشوقه و جام است اینجا – خوشحال خان ختک

نو بهارو می معشوقه و جام است اینجا – خوشحال خان ختک

نو بهارو می معشوقه و جام است اینجا زهد و پرهیزو درع را چه مقام است اینجا قصه کوتاه که در مذهب ما ای صوفی غیر می هر چه بودجمله حرام است اینجا یارب آن مغبچه را هیچ ګزندی مرسان که برویش نګران خاص و عام است اینجا پیشم از مشک ختا دم مزن ای مشک فروش که پر از نګهت آن زلف مشام است اینجا; شاه من تند مران رخش که بس مردم شهر; بهر نظاره تو بر درو بام است اینجا می نوازد می خوش لحن به جادوی نفس; آهوی کوه و بیابان همه آرام است اینجا »

زه هم چېرې فرزانه وم، فرزانه يم لا تر اوسه – خوشحال خان ختک

زه هم چېرې فرزانه وم، فرزانه يم لا تر اوسه – خوشحال خان ختک

زه هم چېرې فرزانه وم، فرزانه يم لا تر اوسه تل بېخوده دېوانه وم، دېوانه يم لا تر اوسه جدايي نشته وصال دی، ځنې بعد هم خيال دی له هغه چې همخانه وم، همخانه يم لا تر اوسه چې راغلی په جهان يم، خبر شوی پخپل ځان يم د رازونو خزانه وم، خزانه يم لا تر اوسه په عالم زما خبرې ، خلک کا په نژدې لرې په وګړي افسانه وم، افسانه يم لا تر اوسه چې د مخ پلو يې وا شو، يو مشال و چې نوا شو هغه دم پرې پورانه وم، پروانه يم لا تر اوسه ناوکي يې د مژګان دي، چې بلا زما د ځان دي ورته عمر نښانه وم، نښانه يم لا تر اوسه چې يې ځان سره اشنا کړم، له هر چا يې شاپه شا کړم له عالمه بېګانه وم، بېګانه يم لا تر اوسه هغه بحر چې محيط دی، په... »

زه چې هسې  په  تعجيــــل او په  شتــــاب  ځم – خوشحال خان ختک

زه چې هسې په تعجيــــل او په شتــــاب ځم – خوشحال خان ختک

زه چې هسې په تعجيــــل او په شتــــاب ځم خرابات لره په هيلــــــــه د شـــــــــــــراب ځم د ساقي د لاسه مــــــــى چې تتــــــــاول كړم بيا په بيارته به بېخوده مست خـــراب ځم د ساقـــي د مــخ جذبــــــــه مې مــخ ته بـولي چې دا هسې ميكــــــــدې ته په ترتــاب ځم درد د درد مـې يـــې له خمـه دى نوشــــلى اوس په هيـله په اميـــــــــد د مى نــاب ځم چې مې نه شي بله يو سر بل سر ستــــــــرگې له جهــــــــــانه مخ پوښــــلى په نقــــاب ځم له دوو سترگو مې روان د اوښكو سيند شو د دې سيند دپاسه زه لكه حبـــــــــــاب ځم خوب وخور مې له خاطره فرامــــــــوش دى دجمال په خيال يي درسته شپه په خواب ځم د محبـ... »

عجايب سينګار يې وکړ بيا بلا کا – خوشحال خان ختک

عجايب سينګار يې وکړ بيا بلا کا – خوشحال خان ختک

عجايب سينګار يې وکړ بيا بلا کا د چشمانو په کاته د زړونو غلا کا معشوقې ته چې يې هومره حُسن ورکړ دا په دا چې د عاشق خونه تالا کا په هر ځای چې څو محبوبې سره کښېني هغه ځای مې تر جنت ښايسته لا کا دوه مين که سره هر څو، مرور وي خپله مينه يې بيا زر سره پخلا کا تور باڼه يې تور توبري په زړه څرخيږي که راپورته محبوبا سترګې شهلا کا څو د شاه په، ښکلي مخ باندې خالونه ما به هم په هومره داغه مبتلا کا همګي يې ستا له مخه ګفتګوی شي چې دردمند وبله ټول شي مشغولا کا په ځير ځير يې مخ ته مه ګوره خوشاله! په خاطر به دې د اور لمبې والا کا »

چې مې وليدې دا تورې سترګې ستا – خوشحال خان ختک

چې مې وليدې دا تورې سترګې ستا – خوشحال خان ختک

چې مې وليدې دا تورې سترګې ستا زه به نه کړم هېرې نورې سترګې ستا يا د باز يا د طاوس يا د شاهين دي يا د تور هوسي که ګورې سترګې ستا لکه وژغوري کبلی په سنبل زار کې د خواره اوربل تر سيوري سترګې ستا لکه پټ سواره د جنګ نېزې په غاړه دا اوږده باڼه پرې پورې سترګې ستا چې دې هسې و هر در و ته ولاړ کړ د عاش دی اور په کورې سترګې ستا لکه څوک په ميو مست شي هسې مست شي زه چې ووينم ميخورې سترګې ستا چې دې غوښت هغه ديدن دی ورته ګوره که خوشحال نه دي کورې سترګې ستا »

که مسجد ګورې که دیر – خوشحال خان ختک

که مسجد ګورې که دیر – خوشحال خان ختک

که مسجد ګورې که دیر واړه دیو دی نه شته ; یو می بیا موندپه هر څه کښې چه می وکړه د زړه سیر هغه ځای په سیر ګرزم چه ترې نه رسیږی طیر خوشحال یو وینی خوشحال دی ورنه ورک دی غیر و »

لاله  در  موسم  بهار  بود; – خوشحال خان ختک

لاله در موسم بهار بود; – خوشحال خان ختک

لاله در موسم بهار بود; عیش با روی ګلعزار با رخ و زلف او سرو در شب و روز روزګار بود; آهوی چشم تو چه; که در آن شیر نر شکار بود; رخ تو همچو نو شګفته ګلیست عندلیبان او هزار بود قد تو در میان دیده ما همچنان سرو جویبار بود وقت آن خوش که بعد هجرانت; یا ر همچون تو در کنار بود قصه درد ما چه میپرسی حالم از چهره آشکار بود همچو خوشحال عاشق رخ تو نیست ممکن که در دیار بود »

لبت از آب حیوان آب برده – خوشحال خان ختک

لبت از آب حیوان آب برده – خوشحال خان ختک

لبت از آب حیوان آب برده رخت نور از رخ مهتاب برده ندانم در دوچشم او چه جادوست; که از چشمان عاشق خواب برده; به تاب زلف و پیچ جعد مشکین صبوری از دل بیتاب برده ګر آن بت را چو محراب است ابرو; منم چون سجده در محراب برده; بعارض دل به چشمان دین بلب ; سلامت را همه اسباب برده نه تنها دل ز خوشحال خټک برد که زهد از دست شیخ و شاب برده »

مرد هغه چې همت ناک، برکت ناک – خوشحال خان ختک

مرد هغه چې همت ناک، برکت ناک – خوشحال خان ختک

مرد هغه چې همت ناک، برکت ناک له عالمه سره خوږ په زيست و ژواک مخ يې مخ، قول يې قول، عهد يې عهد نه دروغ، نه يې فرېب، نه تش تپاک لږ ويل ډېر يې کول په خاموشۍ کې د غونچې غوندې خله ډکه، سينه چاک چې خبره د پستۍ، د بُلندۍ شي په لويۍ لکه آسمان، په پستۍ خاک په تمکين کې لکه سبر، په سخا کې په هر لور څانګې ږنګورې لکه تاک لکه ګل شګفته روی تازه په باغ کې همېشه د ښو بلبلو پرې بلغاک چې دا هسې ښه ويل کا زه حيران يم چې خوشال راوړ له کومه دا ادراک »